دروژی نرمه او ګټوره ښوروا
اړین مواد :
250ګرامه توری غوښی چی یوه ټوټه سپینی په ګډه وی
څلور ټوټې ادوه
6دانی لونګ
دمستو یوه کاچوغه دکټوی دارو
4دانی رومیان
مالګه
2 ګیلاسه ګیرګره غنم
اوبه
دشوروا پخول :
غنم په اوبو کی خیشته کړی
رومیان سپین کړی یا یې داور پر لمبه وګر څوی پوټکی یې په اسانی سره لری کیږی
غوښی وړی وړی میده کړی لکه اېنه
غورمه ځنی پخه کړی کله چی غورمه پخه سوه دومره اوبه ورواچوی لکه وښوروا ته چی یې وراچوی دبخار په دیک یې واچوی او غنم ورواچوی ددیک سر پر بند پر اور یې 30 دقیقې کښیږدی تر ځو غنم ښه پکښی خوړین سی
دروژمات پر وخت یې دکورنۍ وغړو ته تقدیم کړی
دروژمات ، ماشومانو ، سپین ږرو دکورنی دټولو غړو دپاره نرمه او ګټوره غذا ده خاصتا په روژه کی
+ نوشته شده در
2007/9/23ساعت 1:1  توسط انځرګل
|
پکوړې
اړین مواد:
*یوه دانه غټ پیاز
*یوه دانه پانجڼ
*یوه دانه پټاټه
*یوه دانه غټ خوږ مرچک
*یوه دانه هګۍ
*یوه دمستو کاچوغه سوډا
*یو ګیلاس اوبه
*اوړه
*دپکوړو دسرکولو دپاره غوړی
*لږ څه ژړ رنګ
دپکوړو دجوړولو لاری چاری:
پیاز ، بانجڼ ، پټاټه، مرچک به واړه واړه میده کړی
په یوه پیاله کی به هګۍ د یوګیلاس اوبو سره واچوی ژړ رنګ او سوډا به ورواچوی وروسته به ټول میده سوی ( بانجڼ ، پټاټه ، پیاز ، مرچک ) ورواچوی اوس به نو اوړه لږ لږ وراچوی تر ځو یوه نرم مخلوط ځنی جوړ سی 15- 20 دقیقو به یې کښیږدی
غوړی به سره کړی او دمخلوط څخه به یوه یوه کاچوغه په سره کړو غوړو کی سرې کړی
دروژه مات پر وخت به یې تودی وخپلو ماشومان ته تقدیم کړی
ستاسو ددعا په هیله
+ نوشته شده در
2007/9/9ساعت 22:0  توسط انځرګل
|
دروژمات دارو
پر ښوروا ، مستو او هم دا رنګه دوچی ډوډۍ سره ډیر ښه خوندوره او ګټوره غذا ده
اړین مواد
یو ګیلاس دګشنیز تخم
د ګیلاس دری حیصی غنم
یو ګیلاس سپینه ځیره
لږ څه توره مالګه
لږ څه جوهر لیمبو
یو ګیلاس کونجتیې
یو ګیلاس زعتر ستاسو خوښه
دجوړولو لاری چاری :
»غنم ، دګشنیز تخم او سپنه څیره به دوه ځایه کړی
»هغه نیمه حیصه دغنمو ،دګشنیز تخم او سپینه ځیره ، کونجتې به هر یو جلا جلا وتیۍ
» غنم ، دګشنیز تخم ، مالګه ، جوهر لیمبو او سپنه ځیره ټوله به ښه میده کړی
» وروسته به میده سوی غنم ،دګشنیږ تخم ، سپینه ځیره سره ګډه کړی
» میده مالګه او جوهر لیمبو به لږ لږ وراچوی او ټوله به سره ګډوی تر څو خوند یې ستاسو دخوښی جوړ سی
» تېیل سوی کونجتې او زعتر به ور واچوی او ټول به ښه سره ګډ کړی
دپام وړ : هغه کسان چی ټوخ یې کیږی او یا دسږی التهاب ولری هغوی دی جوهر لیمبو ډیر لږ ورواچوی
ستاسو ددعا په هیله
+ نوشته شده در
2007/9/7ساعت 22:51  توسط انځرګل
|
دمعکرونه آش
دمعکرونه آش دماشومانو دپاره خوندوره او نرمه غذا ده
اړین مواد
دری ګیلاسه معکرونه
پنځه ګیلاسه اوبه
مالګه دضرورت په اندازه
یوه غټه کاچوغه غوړی
یو ګیلاس ګاټه کورت یا فنیر
وچه نعناع
کوفته
دآش جوړل
په یوه دیګ کی به کوفته ( کیمه ) جلا پخه کړی
په بل دیګ کی به اوبه معکرونه مالګه اوغوړی واچوی اور پسی بل کړی تر څو معکرونه پخه سی او اوبه وچی کړی وروسته به یو ګیلاس کورت ورواچوی که کورت نه وی دکورت پر ځای به پنیر ورواچوی او لږ څه یې ولړی چی کورت په ګډ سی په غوریګانو کی واچوی وروسته به یې په کوفته ښایسته کړی او وچه نعناع به پرواچوی او وخپلو ماشومانو ته یې ګرم تقدیم کړی
+ نوشته شده در
2007/7/15ساعت 11:15  توسط انځرګل
|
دمعشوقی شربت
یوکیلو سره خوږه هندوانه
نیم کیلو خوږ اسطتنبول
نیم ګیلاس بوره
نیم ګیلاس عرق ګلاب
لږ څه یخیی
دشربتو جوړول :
هندوانه او اسطنبول په خلاط کی واچوی چی ښه نرم سی بیایې صاف کړی تر صافولو وروسته یې بیرته په خلاط کی واچوی نیم ګیلاس بوره او یخی ورواچوی خلاط چالان کړی تر څو بوره ښه پګښی ویلی سی کله چی بوره ویلی سوه نویې په جیک کی واچوی او ارغ ګلاب ورواچوی وخپلو ماشومانو او میلمنو ته یې تقدیم کړی
دپام وړ : ارغ ګلاب باید وروسته ورواچول سی که وخلاط ته ورواچول سی دشربتو خوند به تریخ وی
+ نوشته شده در
2007/7/12ساعت 16:40  توسط انځرګل
|

ترکاری ښوروا
اړین مواد
100 ګرامه دورجومعکرونه
یونیم لیټر دچرګ ښوروا
100 ګرامه زردکی
100 ګرامه پټاټې
لږ څه کرم
یوه دانه غټ رومۍ سپین کړی میده سوی
یوه کاچوغه درومیانو معجون
کوچنی کاچوغه زیره + مالګه
یوه کوچنې کاچوغه میده دنیا ( ګشنیز)
نخود یا جوار ستاسو دخوښی
دترکاری ښوروا جوړول
» معکرونه به په تودو اوبو کی څو دقیقی کښیږدی
» ښوروا به دیګ کی واچوی پر اور به یې کښیږدی بیله معکرون نور ټوله مواد به و ښوروا ته ورواچوی تو څو چی را وایشیږی وروسته ددیګ سرپوښ ځنی لری کړی او 5 دقیقې یې وایشوی
» اوس نو معکرونه ورواچوی تر څو چی معکرونه نرمه سی
وخپلو ماشومانو ته یې تقدیم کړی
+ نوشته شده در
2007/5/3ساعت 11:49  توسط انځرګل
|
دپیازو برګر
2 دانې غټ پیاز
نیم ګیلاس اوړه
یوه دانه هګۍ
مالګه
نیم ګیلاس شیدې
زویباک Zwieback بسکوټ
غوړی دسره کولو دپاره
د برګر جوړول
» اوړه ، شیدۍ ، هګۍ ، مالګه به ټوله ښه سره ګډ کړی
» پیاز به یوه یوه الغه کړی اول به یې په جوسوی خلیط ولړی او وروسته به یې په زویباک پسکوټ ولړی
» په یخچال کی به یې دیوه ساعت دپاره کښیږدی
» وروسته تر یوه ساعت به په سروکړو غوړو کی سره کړی
کیدای سی چی دپیازو پر ځای شین کډو یا دبل شی بر ګر جوړ کړی
+ نوشته شده در
2007/5/2ساعت 16:11  توسط انځرګل
|
وریښمینه ښوروا
نیم کیلو دپسه توری غوښې چی د هډوکو څخه خالی وی
یوه کوچنۍ کاچوغه ( میده کورکمن ... تور مرج )
دوی ملاعقې کوچې یا غوړی
یوه دانه پیاز میده لکه کوفته
نیم ګیلاس میده دانیا ( ګشنیز)
5 دانې رومیان چی نه غټ وی اونه کوچنې
7 ګیلاسه اوبه
دګیلاس دری حیصی ماش
یو دبلۍ پاخه نخود
2 هګۍ
لږ څه دلیمبو اوبه
دښوروا پخول :
» په غټ دیګ کی به غوښی، کورکومن، تورمرج، غوړی ، پیاز ، ګشنیز ، واچوی او پر اوربه یې کښیږدی اور به تیز نه وی پنڅه دقیقۍ به یې ولړی
» رومیان به سپین کړی او غټ به یې میده کړی رومۍ چی پر اور باندی کښیږدی پوستکی یې ډیر ژر جلاکیږی رومیان به پسله میده کیدو ودیګ ته ورواچوی
» دیګ پ اور نور هم 15 دقیقۍ کښیږدی
» وروسته به اوبه او ماش ورواچوی پر اور به پرذیږدی تر څو ښه وایشیږی
» کله چی ښه وایشیدی نو به اور کم کړی ددیګ سر به ور پټ کړی دوه ساعټه به دیګ پر اور پریږدی
» دښوروا تر پخیدو 10 دمخه به هغه یو دبلۍ پاخه نخود ، دلیمبو اوبه ، او هګۍ ور واچوی او ژر ژ به یې ولړی چی هګی تارونه وکړی او پخه شی
اوس نو ښوروا پخه سوه و خپلو ماشومان ته یې تقدیم کړی چی ښه یې په خوند سره وخوری
+ نوشته شده در
2007/4/29ساعت 13:39  توسط انځرګل
|
د هندوانې د پوټكي مرباه
1 کیلو دهندوانې پوټکی چی ښه غورس وی +نیم ګیلاس دلیمبو اوبه + دچایو کاچوغه میده هېل + بوره
دمرباه پخول
»دهندوانې پوټکی شه پریمنځی هغه سوروالی یې ځنی لیری کړی او شین پوست یې ځنی وتوږی
وروسته یې کوچنی ټوټې کړی
» په یوه دیګ کی لږ څه اوبه واچوی دهندوانې پوټکی ورواچوی اور پسی بل کړی تر څو چی دهندوانې پو ټکی پوخ سی
» کله چی دهندوانې پوټکی پوخ سو دلیمبو اوبه ورواچوی یو جوش ورکړی دیګ راکښه کړی او میده هیل ورواچوی
» کله چی ساړه سوله په مرطبانه کی یې واچوی او سر یې محکمه ور بن کړی
+ نوشته شده در
2007/4/5ساعت 20:28  توسط انځرګل
|
د الوبخارا مـربـاه
750 ګرامه بوره + نیم کیلو خوږه الوبخارا + 10 دانې تور مرچ + 10 داني هیل + 2 غټی کاچوغی عرق ګلاب+ لږ څه کوپړه
دمربا پخول
» الوبخارا به په یخو اوبو سره پریولی په یوه دیګ کی به یې واچوی اور به پسی بل کړی هر کله چی الوبخارا خوړینه سوه پستکې او دانی به یې ځنی لیری کړی
» په بل دیګ کی به نیم کیلو بوره او یو پاو عرق ګلاب واچوی اور به پسی بل کړی تر چو چی شربت تار وکړی
» وروسته به پخه الوبخارا وشربتو ته ورواچوی ښه به یې وایشوی چی اوبه یې وچی سی او ګاټه سی لکه عسل وروسته یې ساړه کړی
تر سړیدو وروسته هیل او تور مرچ او کوپړه ورواچوی
په مرطبانه کی وساتی
+ نوشته شده در
2007/4/5ساعت 17:18  توسط انځرګل
|
سـنـدل
1 كيلو شيدې + 1كيلو بوره + يو ګيلاس بيروي که پیروی نه وی نودپیروی پر ځای یوه غټه کاچوغه غوړی ورواچوی + لس دانې دانی هیل لږ څه پسته او بادام
دسندل جوړول
اول به شیدې په دیک کی واچوی اور به پسی بل کړی چی شیدې وایشیدې بیا به بوره اوپیروی ورواچوی ښه یې وایشوی په کاچوغه یې لړی چی بوره ونه سوځی تر هغو چی شیدې یې وچی سی تر څو چی نری حلوا ځنی چوړه سی هیل ور واچوی پتنوس په غوړو غوړ کړی په پتنوس کی یې چپه کړی
پیسته او بادام پر سر ورواچوی
+ نوشته شده در
2007/4/5ساعت 16:52  توسط انځرګل
|
دمڼې مربا
3 دانی غټی مڼې + بوره + دلیمبو اوبه
دمربا جوړول
» مڼه به سپینه کړی تور ځایونه به ځنی لری کړی
» یوه مڼه به څلور ټوټی کړی په یخو اوبو به یې پریولی
» ورسته ترپریوللو به یې بیا څو ټوټی کړی او په یو لیټر ابوکی به یې وایشوی چی نرمی سی
» په صافه کی به یې صاف کړی په صافه کی به لږ څه زور پر وکړی چی اوبه یې وننیږی
» دیوګیلاس دمڼی اوبه اولب ته به یو ګیلاس بوره ورواچوی
» لږ څه دلیمبو اوبه ورواچوی او پر اور به یې بیا کښیږدی تر څو چی ګاټه سی
تر سړیدو وروسته به یې په مرطبانه کی به واچوی
+ نوشته شده در
2007/4/5ساعت 16:25  توسط انځرګل
|
دشنو زیتونو اچار
1کیلو زیتون + یوګیلاس سمندری مالګه + 5ګیلاسه اوبه
د اچارو جوړول
» دشنه زیتون یوه یوه دانه به هونګ دسته ووهی چی زیتون وچوی داسی چی مندکه یې خارج نه سی
» په دیګ کی به اوبه واچوی او زیتون پکښی واچوی خیال کوی چی دزیتون رنګ تور نسی
» زیتون داوبو څخه صاف کړی په مرطبانه کی به یې واچوی چی زیتون دمرطبانی وغاړی بوری وی
» مالګه به په اوبو کی ښه ویلی کړی اوومرطبانی ته به یې ورواچوی باید چی 3 سم اوبه تر زیتون لوړی وی
» دوی کاچوغی زیتون غوړی داوبو پر سر ومرطبانی ته ورواچوی دمرطبانی سر محکم وروبند کړی
دوی میاشتی وروسته به دزیتون اچار دخوړولو دپاره تیار سی
+ نوشته شده در
2007/4/5ساعت 14:58  توسط انځرګل
|
دتور زیتون اچار
1کیلو زیتون + یوګیلاس سمندری مالګه
د اچارو جوړول
» زیتون په تودو اوبو ښه بریولی او په صافه کی یې کښیږدی چی اوبه یې وننیږی
» مالګه پر زیتونو واچوی ښه یې سره ګډ کړی بیا یې په پلاستکی صافه کی دری ورځی کشیږدی هر ګړی یې سره ګډوی چی اوبه یې توی سی
» پسله دری ورځو به یې په مرطبانه کی واچوی لږ یې تخته کړی زیتون باید دمرطبانی وغاړی ته راورسیږی
» بیا به ومرطبانی ته اوبه ورواچوی چی زیتون پکښی غوټه سی وروسته به لږد زیتون غوړی ورواچوی
» دمرطبانی سر به ښه محکم بند کړی
» نوبه دزیتون اچار پسله یوی میاشتی دخوړولو دپاره تیار سی
+ نوشته شده در
2007/4/5ساعت 14:55  توسط انځرګل
|

د سوجی حلوا ددپیروی سره
2 دانی هګۍ +نیم ګیلاس بوره +یوګیلاس سوجې + 50ګرامه پیسته دښکلا دپاره +یوګیلاس شیدې یا یو ګیلاس مستې +50 ګرامه اوبه +نیم ګیلاس غوړی + لږ وانیلا
دشیری جوړول
د بوری اوبو وانیلا څخه به شیره جوړه کړی
دسوجی دحلوا جوړول
1- اول به شربت جوړ کړی چی دپخیدو وروسته یې دسوجی پر حلوا واچوی
2- بوره ، اوبه ، غوړی ، مستې یاشیدې بیګینګ پوډر ټوله به دلرګی په کاچوغه به سره ګډ کړی وروسته به سوجی ورواچوی
3- اوس نو دداش قالب په غوړو غوړ کړی اود جوړسوی سوجی څخه به نیم دداش په قالب کی واچوی داش به مو مخکی ګرم کړی وی په داش کی به یې کښیږدی بیا به به قالب دداش څخه راوباسی پیروی یا ملایې به پر اوار کړی هغه نور سوجی به دملایې دپاسه پراوار کړی بیا به قالب په داش کی کښیږدی دداش پورتنی حیصه به پر ولګوی
او دداش درجه باید ۱۸۰- ۲۲۰ درجی وی په 20 دقیقو کی به حلوا پخه سی او هغه خوږه شیره په پر حلوا واچوی ستاسو دخوښی په اندازه وروسته به میده پیسته پر ودوړوی
اوس یې ټو ټه ټو ټه کړی وخپلو میلمنو او ماشومانو ته یې تقدیم کړی
+ نوشته شده در
2007/4/5ساعت 11:49  توسط انځرګل
|
کبان دپټاټو سره
1کیلو پټاټې + یو پاو اوړه هغه اوړه چی دپاړسوب قابلیت ولری +نیمه کاچوغه مالګه +نیمه کاچوغه بیګینګ پوډر +یو لیټر اوبه + 4 دانی کبان + غوړی دسره کولو دپاره + لیمبو او ګشنیز دښایسته کولو دپاره
دکبانو پخول
1- په یوشانتی به پټاټې میده کړی چی نه غټی وی او نه وړی په اوبو کی به یې پریږدی دیو ساعت دپاره کښیږدی
2- نوبه تاسو په نیم لیټر اوبو کی اوړه ، مالګه ، بیګینګ پوډر واچوی سره ګډ به یې کړی داسی اوړه به ځنی جوړ سی چی لږ سخت وی وروسته به هغه نیم لیټر اوبه ورواچوی او ښه به یې سره ګډ کړی اوس به اوړه نرم سی پ ّ ټوکره به یې پټ کړی
3- 3 پټا ټی داوبو څخه راوباسی چی اوبه یې وچی سی وروسته نیمی دپټاټو څخه په غوړو کی سری کړی په صافه کی یې کښیږدی چی غوړی یې وننیږی وروسته هغه نوری پاته پټاټې هم په دغه ډول سری کړی
4- اوس نو پاک سوی او دابو څخه وچ سوی کبان په لږ څه اوړو ووهی اووروسته یې په هغه خیشتو اوړو ښه ولړی
5- وروسته یې په سرو غوړو کی دوی دقیقې دهر طرف نه ښه سره کړی
تر سره کیدو وروسته یې ګرم دسری کړو پټاټو ، لیمبو او ګشنیز سره وخپلو ماشومانو او میلمنو ته تقدیم کړی
+ نوشته شده در
2007/4/4ساعت 23:29  توسط انځرګل
|
دچرګ کوفته
یوه دانه میانه چرګ +2 دانی میانه په اوبو کی ایشول سوی ځوړڼی پټاټې +2 دانی هګۍ +2 کاچوغی پنیر موزاریلا ستاسو خوښه +مالګه +مرچک +مساله + هګی
دچرګ دکوفتې جوړول
1-اول به چرګ ښه پاک بریولو بیا به یې په دیګ کی چرګ ، مالګی ، هیل ، مرچک، پیاز سره په اوبو کی پوخ کړی
2- دښووا څخه به یې راوباسی پوټکی او هډوکی به ځنی لری که دکوفتی ماشین وی بیا به یې غټه کوفته کړی هغه خوړینه پټاټه به په ګډه کړی لږ هګی او مساله ټول به سره ګډ کړی
3ـ تراش سوی پنیر او رومی په یوه لوښی کی تیار درته کښیږدی
1- کوفته به ټکې کړی بیا به یې په هګۍ ولړی وروسته به یې په رومیانو او پنیر کی غوټه کړی
2- جوړی سوی دکوفتې ټکۍ به په یخچال کی 1- 2 ساعتو کښیږدی چی لږ څه جامد سی
3- کوفته به په غوړو کی سره کړی چی رنګ یې ژړ سی نه تور بر ګاغذ به یې کښیږدی چی غوړی یې وننیږی
ومیلنو اوماشومانو ته به یې دکاهو ، نعناع ، تازه پیاز ، لیمبو سره تقدیم کړی
+ نوشته شده در
2007/4/4ساعت 16:30  توسط انځرګل
|

سورکړی چرګ ( بروست)
دچرګ غټی ټوټی دپوټکی سره + اوړه +دغنمو کورن فلکس + مساله + غوړی دسره کولو دپاره + مالګه + اوبه
دسره کړی چرګ(بروست ) جوړول
1- په دیک کی اوبه ، مساله ، مالګه ، دچرګ ټو ټې اچوو تر څو چی پوخ سی
2- اوس نو دچرګ ټوټې په یوه لوښی او اوبه ومساله په بل لوښی جداجدا اچوو او به او مساله ښه سره ګډوو
3- په بل دیګ کی غوړی سره کوو ددیګ څخه یوه یوه ټوټه رااخلو اول یې په اوړو لړو بیا په مساله اووروسته دغنمو په کورن فلکس لړو او په غوړو کی یې سره کوو
4- چی ټوله سره سوه 10 دقیقې یې په یخچال ( فریږر ) کی ساتو وروسته تر لسو دقیقو یې بیا سره کوو
او وماشومان او میلمنو ته دلږ څه دترکارې دسلاتې سره تقدیموو
+ نوشته شده در
2007/4/4ساعت 14:46  توسط انځرګل
|
د سوجی حلوا
200ګرامه بوره +300ګرامه سوجې +50ګرامه میده کوپړه + 50ګرامه پیسته +50 کرامه شیدې یا یو ګیلاس مستې +50 ګرامه اوبه +50ګرامه دغوا یا میږو غوړی + لږ وانیلا
دشیری جوړول:
250 ګرامه بوره +100ګرامه اوبه + لږ څه وانیلا
د سوجی حلوا جوئول :
1- اول به شربت جوړ کړی چی دپخیدو وروسته یې دسوجی پر حلوا واچوی
2- بوره ، اوبه ، غوړی ، کوپړه ، مستې یاشیدې ټوله به دلرګی په کاچوغه به سره ګډ کړی وروسته به سوجی ورواچوی
3- اوس نو دداش قالب په غوړو غوړ کړی او جوړسوی سوجی به پّ قالب کی واچوی وروسته به میده پیسته پر وپاشی پیسته به لاس ښه کښیکاږی
4 قالب به په داش کی کښیږدی او دداش درجه باید 220 درجی وی 20 دقیقې به حلوا پخسه سی او هغه خوږه شیره په پر حلوا واچوی شربت ستاسو دخوښی په اندازه
اوس یې ټو ټه ټو ټه کړی وخپلو میلمنو او ماشومانو ته یې تقدیم کړی
+ نوشته شده در
2007/4/4ساعت 12:56  توسط انځرګل
|
دکورتوبې شربت
دګیلاس څلرمه حیص کورتوبه +یو ګیلاس بوره +10 ګیلاسه اوبه
دشربتو جوړول
1- کورتوبه په اوبو ښه پریوله ورسه یې په اوبو کی ددرو ساعتو دپاره خیشته کړه
2- په پاک لاس سره یې په کوتو کی ښه سره وموږه مندکی یې ځنی لری کړه بوره او اوبه ورواچوه ښه یې سره ولړه چی بوره پکښی ویلی سی
3- په جیک کی واچوه او په یخچال کی یې کښیږده چی یخ سی ومیلمنو او ماشومانو ته یې تقدیم کړه
+ نوشته شده در
2007/4/3ساعت 23:30  توسط انځرګل
|

بیتزا
دونیم ګیلاسه اوړه +یو ګیلاس تودی شیدې+نیم ګیلاس غوړی + یوپاکټ خمیره + 2 ملاعقی درمیانو معجون +ددورمیانو اوبه + شنه خواږه مرچک + تراش سوی پنیر + تور میده زیتون +لږ مالګه + مساله + تور مرچ
دبیتزا جوړول
1- اوړه ، خمیره اوغوړی به سره ګډ کړی بیا به ټوکره پټ کړی پریږدی چی اوړه خمیر خمیر سی
2- په یو دیګ کی به لږ غوړی واچوی او درومیانو اوبه او درومیانو معجون ، مساله ،مالګه ، تور مرچ ورواچوی څو واره یې ولړی بیا شنه مرچک ورواچوی یوه دقیقه یې ولړی وروسته یې داور څخه راکښته کړی چی ساړه سی
3- اوس نو دداش قالب غوړ کړی او اوړه تر خمیریدو وروسته پکښی اوار کړی
بیا پر اوړو باندی درومیانو معجون او هغه مواد چی تاسو جوړ کړی وه اوار کړی وروسته به زیتون او پنیر هم پر ووډی او قالب به په داش کی کښیږدی چی پوخ سی
ټوټې ټوټې به یې کړی ومیلمنو اوماشومانو ته به به یې تقدیم کړی
+ نوشته شده در
2007/4/3ساعت 17:19  توسط انځرګل
|
ډک نسی بانجڼ او پټاټې
1ګیلاس ورجی +5 دانی بانجڼ +5 دانی شین کډو +5دانی خواږه مرچک +5 دانی کوچنی پټاټې + یو ګیلاس میده سوی بقدونس یا ګشنیز +یو نیم ګیلاس میده پیاز + وږه + څیره + مساله + مالګه + یوګیلاس اوبه + نیم ګیلاس غوړی یا دزیتون غوړی + دلیمبو اوبه نیم ګیلاس ستاسو خوښه + څو الغی پیاز + یوپاکټ ماجی
دډکنسو بانجڼو جوړول
ورجی په اوبو کی خیشتی کړی
دبانجڼو او پټاټو نسونه به لږ خالی کړی
بیا به ورجی ، رومیان ، وږه، غوړی، لیمبو ، مالګه ، مساله سره ګډ کړی او د بانجڼو او پټاټو نسونه به څنی ډک کړی
اوس به نو الغه پیاز په دیګ کی ووډی وروسته په بانجڼ پټاټې په دیګ کی ښه سم ووډی
هغه پاته سوی اوبو ته به یو پاکټ ماجی او یو ګیلاس اوبه ورواچوی اور به پسی ولګوی تر څو چی پاخه سی
دکورتو یا مستو سره یې ومیلمنو او ماشومانو ته تقدیم کړی
+ نوشته شده در
2007/4/2ساعت 20:2  توسط انځرګل
|
دنسکافی کیک
500 ګرامه دچایو سکوټ +4 کاچوغی نسکافی په نیم ګیلاس ګرمواوبو کی ویلی سوی + 2 دبلیه پیروی (ملایې )+2 کیلاسه کریمه +2 کاچوغی دکاکاو پوډر + 1 ګیلاس میده بوره
دکیک جوړول
بسکوټ به په نسکافی کی غوټه کړی یوه طبقه به په قالب کی اوار کړی
ملایې اوبوره او کاکاو به سره ګډ کړی هم داسی یخ به پریږدی
کریمه به پر پر بسکوټ اواره کړی بیا به دکاکاو کریم او ملایې پر اوار کړی بیا به نور بسکوټ په نسکافی کی غوټه کړی دوهمه طبقه به جوړه کړی دهغه پرسر به دملایې کریم واچوی
اوس نو یې په یخچال کی کښیږدی چی یخ سی ومیلمنو او ماشومانو ته یې تقدیم کړی
+ نوشته شده در
2007/4/1ساعت 23:20  توسط انځرګل
|
داناناس کیک
3دانې هګۍ+ یو ګیلاس میده بوره + 5 ملاعقی اوړه +لږ څه مالګه +نیمه دچایو کاچوغه میده ادوه +دلیمبو پو ټکی کوچنی تراش سوی +یو دبلی پیروی ( ملایې )+ دری څاڅکی وانیلا+نیم ګیلاس کوچۍ +دری حیصی دګیلاس بوره + 5 الغې اناناس
دکیل جوړول
اول به داش 180 درجی ګرم کړی
هګۍ به مات کړی او میده بوره ښه په ګډه کړی بیا به اوړه ، ادوه او دلیمبو پوټکی په ګډ کړی ټوله به سره ګډکړی
کوچۍ به ویلی کړی او ددکیک قالب به په کوچو غوړکړی هغه غټه بوره به یو شانتی پکښی وپاشی وروسته به داناناس ټوټی په ترتیب پکښی اواری کړی
بیا به دکیک هغه جوړسوی اوړه داناناس پر سر په قالب کی واچوی
په داش کی به یې کښیږدی په 25- 30 دقیقو کیک پخیږی
+ نوشته شده در
2007/4/1ساعت 23:18  توسط انځرګل
|
دزعفران قهوه
4ګیلاسه اوبه + 3 کاچوغی قهوه + کوچنی کاچوغه زعفران+ نیمه ګاچوغه میده هیل
دقهوی جوړول
اوبه او قهوه به چایجوشه کی پر اور کښیږدی تقریبا 15 دقیقی بیا به یې 5 دقیقی داسی پریږدی وروسته تر 5 دقیقو به یې بیا پر اورکښیږدی
په بله چای جوشه یا دقهوی په چای جوشه کی به نیمه کاچوغه هیل او او نیمه کاچوغه زعفران واچوی نیه ایشول سوی قهوه پکښی واچوی پر اور به دوه جوښه ورکړی بیا به هغه باقی قهوه هم ورواچوی بیا به یو جوښ ورکړی قهوه به تیاره سی
د ادرک ( شوڼد )قهوه
3ګیلاسه اوبه + 5 کوچنی کاچوغی قهوه + دوی کوچنی کاچوغی هیل + دکوچنی کاچوغی
دقهوی جوړول
ځلرمه حیصه ادرک + دکوچنی کاچوغی ځلرمه حیصه لونګ + لږ ځه زعفران
اوبه او قهوه به چایجوشه کی پر اور کښیږدی تقریبا 15 دقیقی بیا به یې 5 دقیقی داسی پریږدی وروسته تر 5 دقیقو به یې بیا پر اورکښیږدی
په بله چای جوشه یا دقهوی په چای جوشه کی به ادرک زعفران هیل او لونګ واچوی وروسته به ایشول سوی قهوه پکښی واچوی پر اور به دوه جوښه ورکړی قهوه به تیاره سی
+ نوشته شده در
2007/3/31ساعت 14:43  توسط انځرګل
|